د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي چین ته تللی دی او هلته یې له خپل چینایي سیال سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په سیمه کې د روانو حالاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پر مسئله هم خبرې شوې دي. چین ویلي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې پر پاکستان غږ کړی چې خپله همکاري و نه سپموي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې افغانستان ته سفر کړی و او دلته یې له ولسمشر غني سره ژمنه کړې وه، چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي. د پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو د لیدنې په اړه تر دې ډېر جزیات نه دی ورکړل شوي.