د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سوله ييزې راتلونکې لپاره د افغانانو تر منځ خبرې ښه فرصت دی خو ټينګار کوي چې د خبرو څرنګوالی بايد د افغانانو له لوري وټاکل شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت سرپرستې کرن ډيکر له افغانانو سره خبرې پيل کړې او غواړي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د مدني فعالانو، خبريالانو، مېرمنو او مختلفو لورو نظريات واوري. د يادونې وړ ده چې ډيکر تېره اونۍ په ترکيه کې د افغانانو له مختلفو ډلو سره وکتل او د افغانستان د وضعيت او راتلونکې په تړاو يې د هغوی نظريات واوريدل. له بل پلوه د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ هم له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې شورا له مخکني رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په جلا ټليفوني اړيکو کې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د افغانانو تر منځ د يوه ملي ډيالوګ د پيل پر اړتيا ټينګار کړی و.





























