د سولې عالي شورا په ۳۴ ولایتونو کې د سولې د ولایتي کمېټو دفترونه تړلي دي. د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزي د سیمه ییز ارګانونو له خپلواکې ادارې غوښتي چې په ټولو ولایتونو کې د سولې شورا د ولایتي کمېټو دفترونه وتړي. دده په خبره دغه دفترونه په موقته توګه تړل کېږي او ځايي ادارو ته یې سپارښتنه کړې ده، چې ټول اسناد او دفتري توکي په امانته توګه وساتل شي. د سولې عالي شورا د خپلې دغه پرېکړې موخه نه ده په ډاګه کړې خو له ځايي ادارو یې غوښتي چې د سولې شورا د پلاوي تر ورتګ پورې دې ددغه وسایلو په ساتنه کې پام وکړي.