طالبانو په کابل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پر معینیت برید چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته لاس لرل رد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په رالېږل شوې اعلامیه کې راغلي چې کابل کې شوی پرونی برید دوی پورې اړه نه لري. دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مخې ته لومړی موټربم چاودنه وشوه او وروسته دوه تنه بریدګر د یاد معینیت ودانۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه. د وروستیو معلوماتو له مخې په یاد برید کې د پولیسو په ګډون ۴۳ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.