د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د بریتانیا له نوې مرستې هرکلی کړی دی. دغه پروګرام وايي بریتانیا له افغانستان سره نږدې ۲۹ ميليونه ډالره مرسته کړې ده، چې په وينا يې له دې نوې مرستې سره به وکولی شي په سږني ژمي کې له نورو ۶۵۰ زره افغانانو سره مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان څانګې د مشر ماري ایلین مک ګروتي له قوله ویل شوي، د دې مرستې په ترلاسه کولو به وکولی شي هغه زرګونه کورنیو ته اړین توکي ورسوي چې ډېر اړمن دي. د خوړو نړیوال پروګرام په اعلامیه کې ویل شوي چې د ژمي په موسم کې د چمتووالي لپاره او د لارو بندېدو په پام کې نیولو سره یې له وړاندې ۱۵۰ زره مټریک ټنه خوراکي توکي د افغانستان لر او بر کې په خپلو زېرمو کې ځای پر ځای کړي.



































