د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې اته ولسي پاڅون کوونکي او لس طالبان وژل شوي دي. چارواکي دغه راز په يادو نښتو کې د دوولسو ولسي پاڅون کوونکو او ګڼ شمېر وسله والو د ټپي کېدو خبره هم کوي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل، تېره شپه بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅونوالو پر پوستو ډله يي بريدونه کړي چې په پایله کې یې ۸ ولسي پاڅون کوونکي او ۱۰ وسله وال وژل شوي، ۱۲ پاڅونوال او ګڼ طالبان ټپيان شوي. خوږياڼی وايي، جګړې تر سهاره دوام کړی، خو اوس وضيعت کنټرول شوی او جګړه مهار شوې ده. بلخوا پاڅون کوونکي وايي، امنيتي ځواکونه يې ډېر وروسته ملاتړ ته ورغلي او دوی جګړه په يوازې کړې ده. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.