د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په نږدې راتلونکي کې به له پاکستان وروسته ایران ته د ډبرو سکرو تړون لاسلیک کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، چې په دې برخه کې په خبرو کې پرمختګ شوی دی. نوموړی وايي دوی غواړي افغان صادراتو ته پراختیا ورکړي، تر څو د هېواد سوداګریز بېلانس مساوي کېدو ته برابر کړي. عزیزي دغه راز له هغو سوداګرو چې له هېواده بهر یې په میلیاردونو ډالرو پانګونه کړې هېواد ته د راتګ غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي چې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره یې بانکي ستونزې حل کړې دي.



































