بهرنیو هېوادنو ته د افغانو توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېرو اوو میاشتو کې یې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه توکي درېیو ګاونډیو هېوادونو هندوستان، پاکستان او تاجکستان ته صادر شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، هڅه کیږي، چې خپل صادرات د هوا او ځمکې له لارې د نړۍ بېلابېلو مارکېټونوته ورسوي. د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې، که صادرات يې همداسې روان وي، ښايي د کال تر روستیو د صادراتو کچه دوه میلیارد دالرو ته لوړه شي.



































