د قرغيزستان د ولسمشر ځانګړي استازي د ا.ا له مرستيال سره په کتنه کې د ښځو حقونو د ټينګښت او سياسي جوړښت په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه مطرح کړي دي. د ارګ په ټویټرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قرغيزستان د ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي. سرچینه زیاتوي، طلعت بېک مصدقاف په افغانستان کې د سراسري امنيت په تامین خوښي ښودلې او د ښځو حقونو تامين او سياسي جوړښت په اړه يې خپلې مشورې او وړاندیزونه مطرح کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، د قرغيزستان د ملي امنيت دولتي کمېټې غړي بالات سيپاف او په کابل کې د قرغيزستان سفارت شارژدافیر سنجر الكاژايوف لـه ترورېزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاريو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې ګاونډي او د سيمې هېوادونه بايد د افغانستان واقعي غږ واوري.



































