د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د مصر په شرم الشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د ۲۷مې سرمشريزې دایرېدو ته غبرګون ښودلی. دغه وزارت یاده غونډه نړۍ ته د ور پېښو اقليمي ننګونو لپاره د حل لارو را اېستلو پر لور لومړنی ګام بولي او باور لري چې ګډې ننګونې له تفاهم او ګډ کار پرته نه شي هوارېدلی. اعلامیه کې راغلي د افغانستان په څېر هغه هېوادونه بايد له پامه و نه غورځول شي چې د اقليم په بدلون کې يې هېڅ منفي ونډه نه ده لرلې، خو له ناوړو اغېزو سره يې لاس او ګرېوان دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغېزو له کبله له دوه ميليارده ډالرو زيات زيان اوښتی. دغه وزارت ټینګار کړی، چې د دغه زيان جبران، د نورو احتمالي زيانونو کمول او له ګواښ سره مخ ټولنو مقاومت لوړول په هېواد کې د اقتصادي ثبات تر راتګ پورې د نړيوالې ټولنې داسې پرمختيايي مرستو ته اړتيا لري چې د افغانستان د ملي لومړيتوبونو په رڼا کې تر سره شي.



































