د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، ناروې هېواد په افغانستان کې له اړو خلکو سره ۸ میلیونه کرون مرسته کړې ده. دغه سـازمـان ويلي، ناروې هېواد له افغانستان سره ۸ میلیون کرون چې نږدې۷۵۰ زره ډالره کېږي، مرسته کړې ده. اوچا څرګنده کړې چې ناروې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۸میلیون ډالرو مرسته کړې ده. یاده اداره د مرستو خبره په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان د نفوس ۵۹ سلنه خلک بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري. د یادولو ده، وړمه ورځ بریتانیا هم اعلان وکړ چې د اغاخان بنسټ له لارې په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او کاري زمينو برابرولو په برخو کې څه باندې ١١ میلیون پونډه لګوي. سرچينې ويلي، د دې مرستو موخه د وچکالۍ او بېکارۍ له امله د ځپل شـوو کورنیو ملاتړ دی.



































