د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د خواف – هرات د اورګاډي د درېیمې برخې د جوړولو چارې به، په دوو اوونیو کې بشپړې شي. د دې ادارې مسوولین وایي، چې په راتلونکو ورځو کې به د دې ادارې یو پلاوی د دغې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ د پیلولو په موخه ایران ته سفر وکړي. د صنايعو او کانونو خونه د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ فعاليت د سوداګريزو توکو د لګښت په کمولو کې مهم ګڼي. دغه خونه وايي، چې د کم لګښت ترڅنګ به سوداګريز توکي هم په لنډ وخت کې افغانستان ته رسېږي. اوس مهال افغانستان درې فعالې رېل پټلۍ لري، چې خپل صادراتي او وارداتي توکي د حيرتان، آقينې او تورغونډۍ له لارې لېږدوي.



































