په تېر څه باندې یوه کال کې بانکي بندیزونو په هېواد کې ګڼې اقتصادي ستونزې او ننګونې رامنځته کړې دي. د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې دغو بندیزونو له نورو ډېر عام افغانان زیانمن کړي دي. په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا هم وايي، چې پر افغانستان لګول شویو بندیزونو د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې پر بهیر منفي اغېز کړی دی. له دې سره سم، د اسلامي امارت چارواکي وايي، له یوه کال راهیسې بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې نه دي کړي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، نړۍ باید له افغانانو سره چې له ډېرې سختې او زیانمنې جګړې څخه بهر شوي دي، مرستې وکړي، څو له اقتصادي ستونزو وژغورل شي. تر دې مخکې نړۍوال بانک راپور ورکړی چې، د افغانستان پر بانکونو لګول شویو بندیزونو د نړیوالو مرستې هم اغېزمنې کړې او له همدې امله خصوصي شرکتونه او مرستندویه بنسټونه اړ دي چې، پیسې په غیر منظم ډول ولېږدوي.



































