د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان زورزياتی غندلی او پر پاکستاني حکومت يې غږ کړی چې له افغان کډوالو د زورزياتي مخه ونيسي. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټويټر د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې افغانستان او پاکستان پر اسلامي ورورګلوۍ سربېره ګڼ مشترکات لري او هلته مېشتو افغان کډوالو د پاکستان په ابادۍ او اقتصادي وده کې د پام وړ رول لوبولی دی. بيان زياتوي چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګريو په پرله پسې توګه د افغان کډوالو د ځورونې د مخنيوي هڅې وکړې خو په خبره يې چې دا ستونزه هواره نه شوه. د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د افغان کډوالو د حقونو درناوی وکړي او پوليس يې له ځورولو منعه کړي.





























