په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي دفتر وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو او نجونو پر حقوقو بېلا بېل ډول محدوديتونه لګولي دي. دغه څرګندونې په ملگرو ملتونو کې د امريکا د استازولۍ د دفتر یوه غړي ډوک پنج د دغه سازمان د ۷۶ مې کلنۍ غونډې پرمهال د افغانستان په اړه يوې ځانګړې غونډې ته کړې دي. هغه زیاته کړې، امریکا له افغانانو او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو، نجونو، قومي او مذهبي ډلو سره چې له ګواښ سره مخامخ دي، خپل ملاتړ ته ژمنه ده. د امریکا استازي ویلي، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت راتک سره دښځو پر حقونو بېلا بېل ډول محدوديتونه لګول شوي دي او د افغان ښځو هغه لاسته راوړنې چې په تېرو شلو کلونو کې يې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ ترلاسه کړې وې، له گواښ سره مخ کړي. د امريکا ځانګړي استازي ویلي، چې دوی د يوه داسې ميكانيزم د جوړولو ملاتړ کړی چې د افغانستان د مرکزي بانک کنگل شوې درې نیم میلیارده ډالر د افغانانو په کټه وکارول شي، خو د افغانستان سرپرست حکومت به پرې واک ونه لري.





























