د ا.ا لخوا پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز ته د غبرګونونو په دوام، د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري پر ښځو د ا.ا د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. رینا امیري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې تازه محدودیتونه به په افغانستان کې د فقر او بې ثباتۍ د زیاتوالي سبب شي. پر همدې مهال د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر هم د افغان مېرمنو پر وړاندې د ا.ا د تازه محدودیتونو په غبرګون کې پارکونو ته د ښځو پر تګ د بندیز پرېکړه بې معنا بللې ده. ډېکر ویلي چې پارکونو ته د ښځو او ماشومانو پر تګ بندیز به د ښځو، ماشومانو او افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.





























