د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې پارلمان پرېکړه کړې چې ځواکونه به یې دوه کال نور هم د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مخ ته وړي. د ترکیې پارلمان ویلي چې تر دوه کاله وروسته به د افغانستان اوضاع ته په پام د خپلو سرتېرو د حضور یا ایستلو په اړه پرېکړه کوي. دغه پرېکړه د ۲۰۱۹ کال له لومړۍ نېټې عملي کېږي. دمګړی د ناټو ۲۸ غړي او ۱۴ نور هېوادونه په افغانستان کې سرتېري لري. له امریکايي ځواکونو پرته د ناټو د ټولو ځواکونو شمېر په افغانستان کې څه باندې ۱۲ زره کسان ښودل شوی دی. دوی د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي.