د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د سپين بولدک – چمن لارې د تړل کېدو له کبله به د فرضي کرښې دواړو غاړو سوداګرو ته درانه مالي زيانونه واوړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبري پلاوي غړي خانجان الکوزي ويلي چې دا مهال د کرښې دواړو غاړو ته په تازه مېوو او سبزيو بار ګڼ ګاډي ولاړ دي او په خبره يې چې که لاره تړلې پاتې شي نو په ګاډو کې بار مېوې او سبزۍ به له منځه ولاړې شي. پاکستاني لوري د چمن – سپين بولدک لاره تر هغې وروسته وتړله چې يوه نامالوم وسله وال پر پاکستاني پوځي بريد وکړ او ويې واژه. الکوزی وايي چې پاکستان بايد سياسي او امنيتي موضوعات له سوداګريزو مسايلو لرې وساتي او په تشو پلمو دې پر اقتصاد او سوداګرۍ د فشار راوستلو هڅه نه کوي. د يادونې وړ ده چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګرۍ تل له ستونزو سره مخ وي او اسلام اباد تل د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړوي. سوداګر وايي چې حکومت دې د افغانستان د صادراتو لپاره پر پاکستان تکيه ډيره راکمه کړي او د منځنۍ اسيا د هېوادونو له لارې دې نړۍ ته د افغانستان د تازه مېوو او سبزيجاتو د صادرولو زمينه برابره کړي.



































