چین وايي له پاکستان یې غوښتي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې رښتینې همکاري وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چین او پاکستان په افغانستان کې د وروستي وضعیت او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه خبرې کړې دي. دده په خبره دواړه لوري په دې باور دي چې په افغانستان کې روان وضعیت د جګړې له لارې نه بلکې له سیاسي لارو د حل وړ دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چین له پاکستان غوښتي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې رښتینې همکاري وکړي او هڅه وکړي له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي. چین وايي دوی غواړي چې افغانستان او پاکستان پخپلو کې ښې اړیکې ولري او په دې توګه په سیمه کې د روانو ناندریو لمن ټوله شي.