په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړې دي. وانګ یو په دې کتنه کې ویلي چې هېواد یې د نوي افغان سرپرست حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو ته د اهمیت په نظر ګوري. د چین سفیر د ژمي په رارسیدو سره د خپل هیواد له لوري د ژمنیو توکو د مرستو یادونه کړې چې له اړوندو ادارو سره په تفاهم به د یوه میکانیزم په ترڅ کې له اړمنو افغانانو سره لازمې مرستې ترسره وکړي. په دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر له چین هیواد څخه مننه کړې چې د افغانانو د لاسنیوي په موخه یې د نیمه پاتې او نویو پروژو پیل ته چمتووالی ښودلی، دغه راز یې د چین وروستی اقدام وستایه چې له افغاني محصولاتو څخه یې په سلو کې په ۹۸ د مالیي وړ توکو تعرفې صفر ته راټیتې کړې دي.



































