ولسمشر غني تېر ماښام د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د نوو سرپرستانو د معرفي په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان له یوې خونړۍ او تحمیل شوې جګړې سره مخامخ دی. دده په خبره افغان حکومت لا هم د سولې لپاره خپله تګلاره لري او پر سولې ټینګار کوي، خو ددې اړتیا هم شته چې روانه خونړۍ او پردۍ جګړه مدیریت کړل شي. ولسمشر غني ویلي چې د همدې جګړې د مدیریت لپاره یې ځوان او د سیمې له وضعیت خبر کسان د دوو مهمو نظامي ادارو مشرۍ ته ګومارلي دي. ولسمشر غني همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلې همکارۍ او مرستې ډېرې کړي، ځکه دغه هېواد له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی. دده په خبره ملګرو ملتونو او افغانستان ته په کار ده، چې د دوه اړخیزو ګټو لپاره پخپلو کې همکارۍ سره ډېرې کړي.