ددغه سازمان مشر یوسف بن احمد العثمین ویلي، ترهګرو پر ملکي وګړو برید وکړ او یوه زړه بوږنوونکې پېښه یې رامنځ ته کړه. دده په خبره دغه ډول بریدونه د نړۍ له هر ډول قوانینو سره په ټکر کې دي. العثمین دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه ټینګار کړی دی. د اسلامي همکاریو سازمان تر دې وړاندې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه او پر ټولو ښکېلو خواوو یې غږ کړی و، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کینې او خپلې ستونزې د مذاکراتو پر مټ حل کړي.