د ناروې حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد به د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک له لارې د افغانستان لپاره د خوراکي توکو د خوندیتوب او بنسټیزو خدمتونو د کچې لوړولو په موخه ۲۲ میلیونه ډالره نوره مرسته وکړي. د ناروې حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان خلک له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي او په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي. د ناروې د بهرنیو چارو وزات ویلي چې نوې مرستې به د روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي. د ناروې حکومت ویلي چې ډېری افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب، بېکارۍ او بې وزلۍ سره مخ دي او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.



































