ددغه شورا ویاند احسان طاهري وايي، د سولې عالي شورا د خپلو اصلاحاتو په لړ کې پرېکړه کړې چې ددغه شورا د ولایتي کمېټو دفترونه وتړي. دده په وینا دغه اقدامات موقتي دي او د اصلاحاتو په موخه ترسره کېږي. طاهري زیاته کړې، چې ښایي تر درېیو یا څلورو میاشتو پورې دغه دفترونه تړلي وي او تر هغه وروسته به بېرته پرانیستل کېږي او خپل فعالیتونه به په نوې بڼه پیلوي. دده په وینا په ولایتونو کې ددغه شورا د نږدې سلو تخنیکي کارکوونکو دندې هم ځنډول شوې دي. سولې عالي شورا تېره ورځ ویلي وو، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې به د سولې عالي شورا ولایتي کمټې تړي. دوی ځايي چارواکو ته سپارښتنه کړې وه، چې دغه دفترونه وتړي او توکي یې خوندي کړي.