په پام کې ده چې افغان او پاکستان چارواکي سبا دوشنبه د سپین بولدک ـ چمن لویې لارې د پرانیستلو په اړه خبرې وکړي. پاکستانۍ ډان ورڅپاڼې د یو شمېر سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دواړه لوري به په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره پر یو ګډ میکانیزم بحث وکړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې به د سپین بولدک ـ چمن په لار کې د وروستۍ پېښې په اړه څېړنه او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د ښځینه پولیسو د ګمارل کېدو په اړه خبرې وشي. شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د یو پاکستاني افسر د وژل کېدو له کبله د سپین بولدک ـ چمن لویه لار د نامعلوم وخت لپاره وتړل شوه.





























