د امریکا ددفاع وزارت کانګرس ته په لېږلي راپور کې ویلي، چې چین په سیمه کې د خپلو سترو پروژو د خوندیتوب او همدا راز دغه هېواد ته د ترهګرو د ور اوښتو د مخنیوي په موخه په افغانستان کې ښکېل دی او هڅه کوي دلته له ټولو اړخونو سره ښې اړیکې ولري. په راپور کې راځي چين په افغانستان کې د پیاوړي حکومت په جوړولو کې مرسته کوي، څو په دې توګه په سیمه کې ترهګري ختمه او د چین د پروژو امنیت خوندي شي. د روسیې په اړه ویل شوي، چې دغه هېواد د منځنۍ اسیا له نا امنه کېدو وېره لري، نو ځکه د طالبانو په ګډون له ټولو اړخونو سره اړیکې پالي. پنټاګون ایران هم د افغانستان د قضیې مهم اړخ بللی دی او وايي، ایران په افغانستان کې پیاوړی حکومت غواړي، خو دغه حکومت باید د ایران په زړه وي، داعش ختم کړي، د اوبو مسئله له تهران سره حل کړي او د پولو په مسئله کې د ایران پلوی وي. پنټاګون ویلي یادو مسایلو ته په پام ویلی شو، چې دغه درې هېوادونه د افغانستان په قضیه کې ښکېل دي او دوی ته په کار ده، چې د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري وکړي او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن وي. په راپور کې هیله څرګنده شوې چې پر پاکستان د چین فشارونه دوامداره وي او اسلام اباد به په دې توګه د ترهګرو له ملاتړه را وګرځول شي.