د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورډ خپله لومړۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې دغه پیسې به په کار اچول کېږي، څو ګټه ترې واخیستل شي. د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې تېره شپه ناوخته د سویس د دولتي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې یاد بورډ تېره ورځ خپله لومړۍ ناسته د دغه هېواد په جینوا ښار کې کړې ده. د خبر له مخې، د یادې غونډې اجنډا تر اوسه روښانه شوې نه ده، خو د افغانستان بانک پخوانی رییس او د یاد صندوق غړي انوارلحق احدي ویلي چې د تېرې ورځې د غونډې یوه برخه د یادو څه باندې درې نیم میلیارد ډالر پر کار اچولو متمرکزه وه. د امریکا مالیې وزارت ویلي چې دا پیسې د افغانستان بانک ته، چې ط البان یې کنټرولوي، نه انتقالېږي، بلکې نوي جوړ شوي صندوق ته لېږدول کېږي چې د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو ورکولو، د پورونو ورکولو او د پیسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسوولیت به په غاړه لري.





























