اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې له افغانستان د يو شمېر امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په تړاو يوه شننه کې ویلي چې نړۍ لا هم د ټرمپ د دغه هېښوونکي اقدام په اړه چې وايي خپل نیمایي عسکر به له افغانستان وباسي، سربداله ده. د ورځپاڼې په وينا د ټرمپ دا پرېکړه په دې مانا ده چې امريکا د طالبانو اصلي غوښتنې منلو ته ډېره نژدې شوې ده. د ورځپاڼې په وينا ډېر شمېر خلک د ټرمپ دا کړنه بالاخره په افغانستان کې د امريکا ماته بولي. په ورته وخت کې ساوت چينا مارنېنگ ورځپاڼې هم د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو کتنه مهمه بللې چې په وايي دواړو مشرانو د افغانستان د حالاتو په تړاو په جزيياتو سره خبرې کړې دي. ورځپاڼه وايي دواړو غاړو ټينگار کړى چې د افغانستان د گاونډيانو او ملگرو په توگه به په ټينگه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهير ملاتړ کوي. د یادونې ده چې ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له افغانستانه د خپلو شاوخوا نیمایي عسکرو ایستلو پرېکړه کړې چې په هېواد دننه او دباندې یې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.