د اروپايي پارلمان مشرې روبرټا مېټسولا ويلي چې بنسټ يې د افغانستان له خلکو ملاتړ ته ژمن دی. هغې پر ټويټر خپاره کړي بيان کې زياته کړې چې افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول مېرمنو د حقونو په برخه کې ترلاسه شوي پرمختګونه د له منځه تلو په حال کې دي، له همدې کبله اروپايي پارلمان ژمن دی چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکړي. مېټسولا ويلي چې د افغان مېرمنو غږ بايد واوريدل شي او اجازه ور نه کړل شي چې د حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه يې په اوبو لاهو شي. دې د افغانستان پر ا.ا هم نيوکې کړې چې د ښځو د حقونه يې محدود کړي، خو د ا.ا چارواکو بيا په ځلونو ويلي چې د شريعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقونو ورکړې ته ژمن دي.



































