په سړو سیمو کې ۱۴۰۱ ښوونیز کال د نجونو د یوشمېر ښوونځیو او لیسو له پیل پرته پای ته رسېږي. د سړو سیمو د ښوونځیو او لیسو کلنۍ ازموینې پیل شوې، چې په ۱۵ ورځو کې به بشپړې شي. په تېر کال کې له ډېرو ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره یو شمېر ښوونځي پیل نشول، چې له زده کړو محرومې نجونې ورسره له رواني ستونزو او کړاوونو سره مخ شوي دي. يو شمېر زده کوونکې وايي دا چې پوره یو کال له زده کړو محرومې وې، له ډول ډول ستونزو، په ځانګړې توګه له رواني ستونزو سره مخ شوې دي. که څه هم د ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ له شرطونو څخه یو هم د نجونو د ښوونځیو پرانیستل دي، خو ا.ا وايي، چې دا د افغانستان کورني مسایل دي او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.





























