د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. اوچا ویلي، سږکال واوره له وخت وړاندې شوې او افغانستان کې کورنۍ له سختې سړې هوا سره مخ دي. اوچا زیاته کړې چې افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه او ۴۰۰زره کسان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. د یاد بنسټ په وینا، دغه کسان په یوې ناهیلۍ کې ژوند کوي. په ورته مهال اوچا ویلي چې د توکو د بیو لوړوالي سره هممهاله د ۲۴ میلیونه افغانانو اړتیا ډېره شوې او دوی په بېړنۍ توګه ګرمو جامو، سرپناه او د ځانونو د ګرمېدو لپاره نغدو پیسو ته اړتیا لري.



































