د ا.ا.ا وايي چې له پاکستان سره پر فرضي کرښه د شخړو د مخنيوي لپاره د افغانستان او پاکستان يوې ګډې کمېټې کار پيل کړی دی. د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد په يوه مرکه کې ويلي چې د افغانستان خلک تازه لږ ارام شوي او حکومت نه غواړي چې د خلکو ارامتيا زيانمنه شي. هغه ټينګار کړی چې د ا.ا.ا له دې هر څه سره سره د خپلې خاورې دفاع ته هم لومړيتوب ورکوي، له همدې کبله له پاکستان سره يوه ګډه کمېټه جوړه شوې چې پر فرضي کرښې د شخړو مخنيوی وکړي. د مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د روانې اونۍ په پيل کې د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ سخته نښته وشوه او دواړو لورو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه هم خپاره شول.





























