د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړيدل د مسکو او سيمې د ټولو هېوادونو لومړيتوب دی. پوتين پرون د ټوليز امنيت تړون د مشرانو غونډې ته ويلي چې په افغانستان کې د يوه داسې ټولګډونه حکومت د جوړيدو په اړه د ډاډ ترلاسه کول اړين دي چې په مناسبو کچو د افغانستان د ټولو قومونو استازي پکې شامل وي. هغه له افغانستانه د ټوليز امنيت تړون غړو هېوادونو ته د ترهګرۍ پر ورپېښ ګواښه هم اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د مخنيوي لپاره يې بايد ګډې هڅې وشي. پوتين وويل، دی په دې باور دی چې د افغانستان په تړاو په ټولو برخو کې د ټوليز امنيت تړون د غړو هېوادونو همغږي او همکاري جدي اړتيا ده چې له افغانستان د ترهګرۍ پېښېدونکي ګواښ په شنډولو کې د پام وړ مرسته کولی شي. د روسيې د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ا.ا خپل حکومت ټولګډونه بولي او دغه راز ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ ور پېښ نه شي.





























