د ا.ا مشر وايي، ټول قاضيان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي او شرعي نظام د محاکمو له فعالیت څخه معلومېږي. د کندهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا مشر دغه څرګندونې پرون د کندهار، زابل او غزني د ملکي او نظامي محکمو قاضیانو ته د لس ورځني قضايي سيمینار د پای په وینا کې ګډونوالو ته کړې دي. هغه زیاته کړې، قضاء له ټولو ارګانونو څخه خپلواکه ده او پر ټولو ارګانونو حاکم ارګان دی، که د قضاء اړوند کوم کارونه ځنډېږي، نور ټول ارګانونه ورته لومړیتوب ورکوي او کارونه یې خلاصوي او دغهراز که چېرې په قضايي پرسونل کې د ډېروالي اړتیا وي، ورته منظور به یې کړي.





























