سعودي او ازبکستاني چارواکو د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. د سعودي د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپور شوی بيان وايي چې مرستيال وزير عبدالکريم الخريجي د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ايرګاشيف سره کتلي دي. په بيان کې زياته شوې چې دا کتنه په سعودي عربستان کې شوې او دواړو لورو پکې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. د خبرو د جزياتو په تړاو څه نه دي ويل شوي.





























