د حنا رباني کهر په مشرۍ د پاکستان يوه پلاوي نن په کابل کې د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره کتلي دي. د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضيا احمد پر ټويټر خپاره کړي بيان کې ويلي چې پاکستاني لوري په دې کتنه کې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ښه چلند، د تګ راتګ په لارو او دغه راز افغانانو ته د ويزو په ورکړه کې د اسانتياوو د راوستلو ژمنې کړې دي. سرچينه زياتوي چې په دې کتنه کې د سوداګرۍ او ترانزيټ پر اړوندو مسايلو او د ټاپي، ټاپ، د اورګاډي پټلۍ او ځينو نورو لويو پروژو په اړه هم بحثونه شوي دي. د حنا رباني په مشرۍ پاکستاني پلاوی نن سهار کابل ته راغلی دی.



































