کاناډايي سناتوران افغانستان ته د بشري مرستو د را استولو لپاره د يوې لارې پر موندلو غور کوي. د کاناډا ځينو رسنيو د هغه هېواد د سنا جرګې د غړې سلما عطاالله جان له قوله ويلي، له نورو سناتورانو سره په ګډه يې هڅې پيل کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د را استولو لپاره يوه لاره برابره کړي. د يادونې وړ ده چې په کاناډا کې د ترهګرۍ ضد قوانينو د احکامو له مخې دا مهال له افغانستان سره د هغه هېواد هر راز مرستې په ټپه ولاړې دي. سلما عطاالله جان ويلي چې راتلونکې مياشت به د سنا جرګې د بشري حقونو د کمېټې په غونډه کې د هغو قوانينو پر اسانه کولو غور وشي چې افغانستان ته يې د مرستو رسولو بهير ټکنی کړی دی.



































