چاپان وایي د بشردوستانه پروژو پلې کېدو او د لومړنيو بشري اړتياوو پوره کېدو په موخه يې له افغانستان سره د ١٠٦,٧ میلیونه ډالرو مرسته کوي. په کابل کې د جاپان سفارت هيله مندي ښودلې چې دا پروژې به افغانانو ته د خوښيو په راوستلو کې مرسته وکړي. سفارت ليکي، چې دا پروژې به د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوالو سازمانونو او غیردولتي موسسو له لوري د ژوند ښه کېدو په موخه پلې شي. سرچینه زیاتوي، د ۲۰۲۱ زېږديزکال د اګسټ له میاشتې راهیسې له افغانستان سره دجاپان د مرستو کچه ۳۳۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.



































