د ماشومانو د خونديتوب مؤسسه يا سيف ده چلډرن وايي چې له ښوونځيو پاتې ځينو ښځينه زده کوونکو درنو کارونو ته مخه کړې ده. يادې مؤسسې په يوه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو دوام د دې سبب شوی چې يو شمېر زده کوونکې مالدارۍ، غالۍ اوبدنې او ورته نورو کارونو ته مخه کړي. په راپور کې ويل شوي، ډېری هغه نجونې چې اوس يې کارونو ته مخه کړې، له زده کړو نهيلې شوې دي او باور نه لري چې بيا به ښوونځيو ته ولاړې شي. د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې د ا.ا پر چارواکو غږ کړی چې د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي او دغه راز يې له نړيوالو هم غوښتي چې د دې ستونزې د هواري لپاره د افغانستان د ا.ا له چارواکو سره خبرې وکړي.



































