د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف وايي چې لوږې په افغانستان کې ماشومان تر ټولو ډير اغېزمن کړي دي. يونيسف په يوه ټويټ کې ويلي چې دا مهال ۸۷۵ زره افغان ماشومان د وزن له شديد کمښته کړيږي. د ملګرو ملتونو دې ادارې ويلي چې د ياد شمېر ماشومانو د درملنې او د هغوی د وضعيت ښه کولو لپاره بېړنيو مړستو ته اړتيا ده. د يادونې وړ ده چې د خير ښېګڼې ګڼو نورو ادارو هم وار له مخې په افغانستان کې د بېوزلۍ پر پراخيدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې په سلګونو زره افغان کورنۍ به په را روان ژمي کې له سخت وضعيت سره مخ شي.



































