د عربي هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو وګړو ويلي، چې د چين – عربي هېوادونو په لومړۍ سرمنشريزه او د چين – خليج هېوادونو د همکاريو شورا په لومړۍ سرمشريزه غونډو کې د شي جين پينګ ويناوو د نوې زمانې پر وړاندې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د چين او خليج هېوادونو د همکارۍ شورا ترمنځ د اړيکو لپاره د پرمختګ لوری او مسير روښانه کړی او د چين او نوموړو دوو خواوو ترمنځ همکاريو ته يې ځواکمن خوځنده قوت برابر کړی دی.
د عرب ليګ د سرمنشي وياند جميل ويلي، چې د چين پرمختګ د عربي هېوادونو په شمول بېلا بېلو هېوادونو ته مهم فرصتونه برابر کړي دي. نوموړي د چين پرمختګ د سولې او مثبت قوت پياوړتيا بللې. هغه په دې نظر دی، چې چين د عربي هېوادونو اعتمادي ملګری دی.
د عربي هېوادونو د بېلا بېلو برخو وګړو هيله ښودلې، چې عربي هېوادونه له چين سره د بېلا بېلو برخو د همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.