د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال عبدالطيف نظري وايي چې د نړيوالو بنديزونو، محدوديتونو او د افغانستان بانک د ارزي شتمنيو د کنګلتيا له کبله د افغانستان ا.ا د لويو پروژو په پيلولو کې له ستونزو سره مخ دی. نظري نن په کابل کې د کورنيو توليداتو د ملاتړ غونډې ته په وينا کې وويل چې له ټولو بنديزونو او محدوديتونو سره سره د افغانستان ا.ا هڅه کوي چې کرنيز سيسټمونه ميکانيزه کړي او د کليوالي اقتصاد د غوړولو لپاره اړين ګامونه پورته کړي. د اقتصاد وزارت مرستيال زياته کړه چې له ځينو هېوادونو او نړيوالو ادارو سره يې خبرې روانې دي چې پر بشري مرستو سربېره له افغانستان سره په پراختيايي برخه کې هم مرستې را جلب کړي.



































