تېره ورځ د ناروې په اسلو کې د نوبل سولې جایزې فورم تر عنوان لاندې په غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې شوې دي. په دې ناسته کې د ناروې د بهرنیو چارو وزېرې اناکین هویتفیلت ویلي چې که څه هم ا.ا له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې، خو بیا به هم له اړمنو افغانانو سره د دوی مرستې دوام وکړي. هغې ویلي، ا.ا د نجونو ښوونځي تړلي او بشري حقونو ته درناوی نه لري، چې په دې برخه کې دوی ترې خپه دي. هغې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی به افغانان یوازې پرې نه ږدي. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي ویلي چې له ا.ا سره له تعامل پرته بله لار نشته.
د هغه په خبره، د افغانستان له نوي حکومت سره د تعامل د نشتوالي پایلې به ډېرې خواشینونکې وي.



































