پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین او عربي هېوادونو د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی

دسمبر 12, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0

د چین د دولت رئيس شي جین پينګ د ډسمبر له اوومې تر لسمې نېټې پورې د سعودي عربستان د پاچا په رسمي بلنې رياض ته لاړ او هلته يې د چين او عربي هېوادونو، د چين او د خليج عربي هېوادونو ترمنځ د همکاريو کمېټې په لومړنیو سرمشریزو غونډو او د چين او سعودي عربستان د مشرانو په سرمشريزه کې ګډون کړی و. د شننونکو په اند، دغه درې سرمشريزې غونډې، د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د يووالي او همغږۍ د پياوړتيا په اړه د چين او عربي هېوادونو د ګډې ستراتېژيکې ارادې ښکارندويي کوي، دغه راز د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو نوی باب پرانیستل شوی او په نړيوالو او سیمه ییزو حالاتو به ډېرې اغېزې وکړي.

د چين د نينګ شيا پوهنتون د چين او عربي هېوادونو څېړنيز انسټيټيوټ رئيس لي شاو شيان يادې درې سرمشريزې بې سارې او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې ارزښتناکې پېښې بللې دي.

شي جين پينګ د ډسمبر په نهمه نېټه په رياض کې د چين او عربي هېوادونو سرمشریزې ته په وينا کې وويل، چين او عربي هېوادونه يو له بل سره مرسته کوي، د مساواتو پر بنسټ د ګډو ګټو لپاره هڅې کوي او د ټولشموليت او متقابلې زده کړې پر روحيې ټينګار کوي.

د چين د بېجينګ بهرنيو ژبو پوهنتون د عربي پوهنځي رئيس ليو شين لو په دې اړه ویلي، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې زرګونه کلونه تاریخ لري. له هغه وروسته چې نوی چين جوړ شوی او له عربي هېوادونو سره يې رسمي سیاسي اړيکې ټينګې کړې، دواړو خواوو تل د دوستانه روحيې په رڼا کې خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو ته پرمختګ ورکړی. دغه راز د هېواد د آزادۍ او ملي استقلال د ګټلو په لاره کې يې يو له بل څخه ملاتړ او د پرمختګ د هڅولو په لاره کې هم يو له بل سره د نظريو تبادلې او مرستې کړې او ډېرې ارزښتناکې لاسته راوړنې لري.

چين او عربي هېوادونو د خپلمنځي سرمشريزې په پای کې د رياض اعلاميه خپره کړه او هوکړه يې وکړه چې د نوې زمانې لپاره به د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه په هراړخيزه توګه اباده کړي.

رئيس شي جین پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چين به د ځان او عربي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د خپلمنځي هراړخيزو همکاريو پلان د پلي کولو لپاره لومړی ګام پورته کړي او له راتلونکو درېيو تر پنځو کلونو موده کې به له عربي هېوادونو سره د پرمختګ، د غلودانو د خوندېتوب، طب، زرغون پرمختګ او نوښت، د انرژۍ تمویل، د تمدنونو تبادلې، د ځوانانو د روزنې او ملي امنيت او ټکاو د ساتلو په ګډون په ۸ لويو برخو کې ګډ کار وکړي او هڅه به وکړي چې په ۲۰۲۷م کال کې خپلمنځي سوداګريز ارزښت ۴۳۰ مليارډو امریکايي ډالرو ته لوړ کړي.

رئيس شي جين بينګ په همدې ورځ د يو شمېر هېوادونو له مشرانو سره يوځای د چين او د خليج عربي هېوادونو ترمنځ د همکاريو کمېټې په سرمشريزه کې هم ګډون کړی و.

د خليج د عربي هېوادونو د همکاريو کمېټه کې شپږ هېوادونه(سعودي عربستان، عربي متحده امارات، قطر، کوېټ، عمان او بحرين) غړیتوب لري او ټول د نړۍ د نفتو عمده صادرونکي هېوادونه دي.

د نينګ شيا پوهنتون د چين او عربي هېوادونو څېړنيز اسټيټيوټ رئيس لي شاو شيان په دې اړه ویلي، د خليج د عربي هېوادونو د همکاريو کمېټه د عربي نړۍ مهمه برخه ده او د یادې نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات پرمختللي او شتمن دي، له دې ډلې سره د چين اړيکې، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو د باکفيته پرمختګ ښکارندويي کوي.

رئيس شي جين پينګ وويل، چين او د خليج عربي هېوادونو د همکاريو کمېټه به له راتلونکو درېيو تر پنځو کلونو پورې د انرژۍ، پانګونې، ساينس، فضايي چارو او د ژبو او کلتور د متقابلې زده کړې په پنځو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.

دواړو خواوو همدارنګه په دغه سرمشريزه کې پرېکړه کړې، چې خپلمنځي ستراتېژيکې همکاريزې اړیکې ټينګې او پياوړې کړي، چې همدا د دې سرمشريزې تر ټولو لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.

رئيس شي جین پينګ په ۲۰۱۶م کال کې سعودي عربستان ته سفر وکړ او اوس يې له ۶ کلن ځنډ وروسته يوځل بيا په رسمي سفر رياض ته لاړ او د عربستاني لوري له تود هرکلي سره مخامخ شو.

سعودي عربستان د چين لپاره ډېرمهم دی، ځکه دغه هېواد د عربي او اسلامي نړۍ مهم غړی، د څو قطبې نړۍ يو مهم خپلواک قوت او په منځني ختيځ کې د چين مهم سترایتېژيک همکار هم دی.

چين د سعودي عربستان لپاره هم ډېر مهم دی. سعودي عربستان پر نفتو د تکیې د کمولو په موخه د څو اړخيز پرمختګ ستراتېژي غوره کړې او په ۲۰۱۶م کال کې يې د ۲۰۳۰م کال پلان نومي ستراتېژي خپره کړې ده.

د دواړو هېوادونو مشران هوکړې ته رسېدلي چې (( يو کمربند او يوه لار)) وړانديز او (( د ۲۰۲۰م کال  پلان)) سره مشترک کړي، دغه راز يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړې او د ګډو همکاريو ۲۰ سندونه يې لاسليک کړي، چې له مخې به يې د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ ته وده ورکړي او  د انرژۍ، پانګونې، عدلي، تعليمي او رسنيزو چارو کې به ګډې همکارۍ تقويه کړي.

د پام وړ خبر دا دی چې دواړه خواوې به د کلتوري تبادلې په برخه کې هم ګډې همکارۍ وکړي. اوسم مهال په سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او يو شمېر نورو هېوادونو کې ګڼ شمېر محصلين او تنکي ځوانان د چيني ژبې په زده کولو بوخت دي او له چیني کلتور سره يې علاقه پيدا کړې ده.

د چین د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي وویل، رياض ته د  شي جين پینګ سفر د چين د سوله ييز پرمختګ عصري نقشه  پنځولې ده، چين نوی سفر پيل کړی او نړۍ ته به د پرمختګ مثبت ځواک ورکړي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران؛ هرمز تنګي ته څېرمه پر ۱۰ بېړیو د برید خبر ورکړی

سپتمبر 10, 2026

م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

سپتمبر 10, 2026

د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

سپتمبر 10, 2026

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In