په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره د بشري بحران زیاتېدو په اړه اندېښنو زیاتېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا ادارې د افغان مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. یادې ادارې پر خپلې ټویټر پاڼه د افغان مېرمنو اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې شپږ میلیونه خلک له قحطۍ څخه یو ګام لرې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا ادارې زیاته کړې چې د اقتصادي بحران ترڅنګ د هغوی د لومړنیو حقوقو پر وړاندې سخت محدودیتونه، داښيي چې افغان مېرمنې او نجونې تر ټولو شاته پاتې دي. د یادې ادادرې په وینا پر بنسټیزو حقوقو د محدودیتونو ترڅنګ د سواد کموالی، په دې معنی دی چې اکثره ښځې تذکرې نه لري چې له امله یې له حیاتي او بشري مرستو څخه بې برخې کیږي.



































