د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونيسف وايي چې په راتلونکي میلادي کال کې به په افغانستان کې له ۲۸ میلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري. دې ادارې ویلي چې اوسمهال له هرو لسو کورنیو نهه يې کافي خواړه نه لري. یونيسف زیاتوي چې په راروان ۲۰۲۳ کال کې به د اته لکه پنځه اویا زره هغو ماشومانو علاج هم وکړي چې په سخته خوارځواکۍ اخته دي. د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې همداراز ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د موادو بیې لوړې شوي او خلک لومړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی لري.



































