د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په یوه اقدام کې د ښځو لپاره دایمي نندارتون پرانیسته وکړه. ددې نندارتون مسوولین وايي، چې یاد نندارتون کې میرمنې کولای شي، خپل تولیدات د نندارې لپاره کیږدي. ددوی په خبره، چې دغه نندارتون به په اوونۍ کې دوه ورځې پرانیستی وي. د ښځو د سوداګرۍ خونې مسولینو دغه راز د میرمنو د لاسي صنایعو لپاره په نړیواله کچه د بازار موندنې د هڅو له ډيرېدو هم خبر ورکوي.



































