پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د کرونا ویروس د کنټرول په برخه کې له امریکا ورخ اوبو وړئ نو ځکه پر نورو د نیوکې حق نه لري

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

دسمبر 22, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0

هماغه ډول چې د روغتیا نړیوال سازمان په شمول د نړۍ ټولو معتبرو نهادونو او هېوادونو په تېرو کابو درېيو کلونو کې د کرونا ویروس د تشخیص، وقايې او کنټرول لپاره د چین پر نوښتونو او لاسته راوړنو اعترافونه کړي، خو یوازې امریکا د شخصي کینې او رخې له مخې په دې سترګې پټوي او د بشر لپاره د چین د کړو خدمتونو یادونه يې نه ده کړې، بلکې لا منفي تبلیغات کوي.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نيډ پريس د خپل حکومت پر ټولو نیمګړتیاوو اودرغلیو سترګې پټې کړې او د نورو هېوادونو معقولو تګلارو ته د شیطان له عینکو ګوري او مکارانه پلمې جوړوي.

په وروستيو کې چين د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول لپاره خپله داسې تګلاره تنظيم کړې چې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له حالاتو سره سمون ولري. خو د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نيډ پريس د ډسمبر په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي چې د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول لپاره د چين د تګلارې بدلېدو ته پاملرنه کوي او اندېښنه يې په ډاګه کړې چې ګواکې د يادې تګلارې په تنظيمېدو سره به د ویروس نوې بڼه رامنځته شي.

هغه امریکا چې په تېرو درېيو کلونو کې يې د کرونا ویروس د کنټرول او خپلو خلکو د روغتیا ساتنې لپاره هېڅ ونه کړل او د کرونا ویروس واکسینونه يې د شخصي مالي ګټې او تجارت په موخه په پيسو واخیستل ترڅو د نړۍ خلک دوی ته اړ شي او دغه واکسینونه په لوړه بیه ورباندې وپلوري.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز یو بل ښکرور دروغ هم ویلي چې ګواکې امريکا تل په دې برخه کې د چين په شمول له نورو هېوادونو سره پر مرستو تمرکز کړی دی.

په هر صورت! امریکا به هر څه وايي، خو راځئ له خلکو او شناندو يې واورو چې د دغه هېواد کړنې څنګه ارزیابي کوي.

افغان سیاسي شنونکی حفيظ الله علي خېل خپلواک د چین مېډيا ګروپ خبریالې سره په مرکه کې په دې اړه ویلي، امريکا واقعأ وړتيا نه لري چې د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول په برخه کې د چين د تګلارې ارزونه وکړي. ځکه په تېرو څو کلونو کې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې کې د چين لاسته راوړنې د پام وړ دي.

په تېرو درېیو کلونو کې د چين حکومت د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول لپاره جدي تدبيرونه نیولي و او پر محدودو طبي سرچينو په اتکأ سره يې د کابو يو ميليارډ او څلور سوو مليونو وګړو روغتيا تضمين کړه او د کرونا وبا له کبله د مړينې انډول په ډېره ټيټه سویه ساتل شوی دی. د چین د رسمي شمېرنې له مخې د چين  په ستره برخه کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر شاوخوا۳۶۰ زره ته رسېدلی او د مړينې شمېر ۵۲۳۵ و. نو ځکه ویلای شوو چې چین له هغو مهمو لويو هېوادونو څخه دی چې پر کرونا د اخته کسانو شمېر او د مړينې شمېر د نورو لويو هېوادونو په پرتله لږ دی.

چین له کرونا ویروس سره د مبارزې په عین وخت کې اقتصادي پرمختګ ته هم پاملرنه کړې ده.

تېر کال د چین پرمختيايي انډول په سلو کې ۸ اعشاريه يو ته رسېدلی چې دغه رقم د نورو مهمو اقتصادونو په پرتله مخکی و. د روان کال په لومړيو درېیو ربعو کې د چين صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ اعشاريه ۹ زیات شوی.

 په دې هکله ښاغلي علي خيل ويلي، بې له شکه چې چین د نورې نړۍ په څیر له یوه وژونکي ویروس سره لاس او ګریوان و، خو د نړۍ د سترو اقتصادي قدرتو سره يې سیالي هم له پامه نه وه غورځولې، بلکې چین چې له خپل سیال هېواد امریکا سره يې په اقتصادي او یو د بل پر اجناسو د لوړو تعروفو پر مسایلو بوخت و، له اسیایي او عربي هيوادونو سره يې د اقتصادي راکړې ورکړې په  اړه نوي تړونونه لاسليک کړي او خپلو مالونو د صادرولو او وارداتو لپاره یې نوې لارې چارې ولټولې. که څه چې نړیوال بانک ویلي و، د کرونا له وجې ممکن د چین په اقتصادي وده کې د پام وړ کمښت راشې، خو داسې ونشول، بلکې د چین اقتصادي وده له نورو سترو اقتصادي هېوادونو څخه زیاته شوه. د ښاغلي علي خيل په اند همدا لاسته راوړنې د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول لپاره د چين له خوا له نيول شويو جدي تدبيرونو سره تړاو لري.

خو په امريکا کې د کرونا وبا مخنيوي او کنترل ته په کتو سره د دې وبا پر وړاندې مبارزې کې د امريکا د حکومت کمزوري او غير مسئولانه تدبيرونه د ډېرو کسانو د مرګ سبب شوي دي. د هاپکینز پوهنتون د شمېرنې له مخې د روان کال د ډسمبر تر لومړۍ لسيزې پورې په امريکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۹۹ مليونه ۵۲۰ زرو ته رسيدلی او د کرونا وبا له امله ۱،۰۸ مليونه کسان مړه شوي دي چې په پایله کې امريکا يو داسې هېواد ګڼل کېږي چې د کرونا ویروس له امله پکې د مړينې شمېر د نورو هېوادونو په پرتله ډېر زيات دی. ښاغلي علي خيل د دې حالت د يادونې په ترڅ کې وویل، چې د نړې د نورو هيوادونو په څېر په امریکا کې هم میلیونه خلک پر یاد ویرس اخته شوي، او د مړينې کچه یې د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله زیاته ده نو زما په نظر په دغه هیواد کې په کرونایي ماحول کې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو منډې ترړې او ټاکني، د زیاتو امریکایانو له لوري د کرونا ضد واکیسن نه تطبق او له ټاکنو وروسته په روغتیایې سکتور کې د پالیسیو بدلون به د دې لامل شوی وي، چې امریکا دې د کورنا پر ویروس د مړوشویو کسانو له کبله د نړۍ د هېوادونو په سر کې ځای ولري. ډېر شخصيتونه هم په دې اند دي چې امريکا د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول په برخه کې ناکامه شوې. نو امريکا دا وړتيا نه لري چې د نورو هېوادونو د کرونا وبا د مخنیوي ارزونه وکړي اويا ور باندې انتقاد وکړي، دا کړنه يې ډېره بې معنا او غیر منطقي  ده.

امريکا واقعا په نورو هېوادونو کې د کرونا وبا خپرېدو ته پاملرنه نه کوي، خو تل يې د سياسي ګټو د لټولو لپاره له  نورو هېوادونو سره د دروغو مرستې دروغ شعارونه ورکړي دي چې ګواکې غواړي له نورو هېوادونو سره مرستې وکړي، په حقیقت کې يې دغه ژمنې هېڅ  وخت عملي کړې نه دي، بلکې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې يې د جنجالونه او کشالې پارولې دي. د مرکې په پای کې ښاغلي علي خيل وويل: فکر کوم چې د نړۍ وروستي بدلونونه به د دې لامل شوي وي چې امریکا خپله زیاته توجه له کرونا سره پر مبارزې کمه کړي او خپل پام په نړۍ کې روانو چټکو بدلون ته واړوي، چې ښه بېلګه یې د اوکرین جګړه، د تایوان مسئله، د اټومي  انرژۍ مسئله او داسې نور دي. نو زما په اند امريکا له کرونا وبا سره مبارزې ته واقعي پاملرنه نه کوي او يوازې غواړي چې د دې مسئلې په پلمه پر نورو هېوادونو تورونه ولګوي او خپله سياسي موخه لاسته راوړي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران؛ هرمز تنګي ته څېرمه پر ۱۰ بېړیو د برید خبر ورکړی

سپتمبر 10, 2026

م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

سپتمبر 10, 2026

د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

سپتمبر 10, 2026

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In