ماليې وزارت سوداګرو او صنعتکارانو ته مالي جریمې وبښلې. په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د ماليې سرپرست وزیر وویل، ا.ا هڅه کوي چې ټولو صنعت کارانو او سوداګرو سره په ګډه هغه ستونزې ژر حل کړي چې د صنعت او پانګونې مخه نیسي. دغې غونډې ته د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وویل چې مالیې وزارت مسوولیت لري څو مالیات په داسې شفاف ډول راټول کړي چې نه د ا،ا عواید کم شي او نه هم په صنعت کارانو او سوداګرو بې ځایه دروند بار وي. نوموړي وویل د مالیې وزارت لخوا د پنځه کلنې او درې کلنې ارزونې له وېرې، بهر کې مېشت سوداګر خپل جوازونه، نه تمدیدوي. ده وویل مالیې وزارت دې د دې ستونزې د حل لپاره اساسي حل لاره جوړه او اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.



































