د مالیې وزارت وایي په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایي کارګو له لارې د افغانستان واردات ۷.۸ میلیارده او صادرات ۴.۳۰ میلیارده افغانۍ وو او له دې لارې ۹۶۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي. د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت له لوري په ګمرکونو کې رونټیا او سوداګرو ته د ښو اسانتیاوو رامنځته کولو په پایله کې د هوایي کارگوګانو له لارې د وارداتو او صادراتو کچه د پام وړ زياته شوې ده. سرچينې ليکلي په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایي کارګوګانو له لارې د واردو شوو توکو ګمرکي ارزښت ۷ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي. مالیې وزارت ویلي چې له دغه مدرکه يې ۹۵۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې په یاده موده کې د هوایي کارګوګانو له لارې د ۴ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات شوي چې له درکه يې ۱۱ میلیونه افغانی عواید ترلاسه شوي دي.



































